د خېبر پښتونخوا ګورنر سره د نارتھ واټر مينجمنټ واپډا جي اېم انجنيئر مجاهد تنوير احمد وليدل

پېښور 20 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نارتھ واټر مينجمنټ واپډا جي اېم انجنيئر مجاهد تنوير احمد په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ٬ په دې موقع په صوبائي اسمبلۍ كښې د پيپلز پارټۍ پارلماني ليډر احمد كريم كنډي هم موجود ٶ۔ په ملاقت كښې د ډي آئي خان د چشمه لفټ كينال منصوبې په پېشرفت خبرې وشوې او ګورنر ته د منصوبې د ډيزائن او پيشرفت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ ګورنر ووئيل دا منصوبه د صوبې ترقۍ لپاره مهمه ده ٬ د دې منصوبې زر پرانسته باوري كولو لپاره دې په تندۍ سره كار بشپړ كړے شي او د تېر سېلاب زيانونو تر مخه په دې نهر او كروندګرو ته هر ډول ممكنه تحفظ وركړے شي۔