
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء الله د عماني بائيكرز تود هركلے كړے۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل د عماني بائيكرز د پاكستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اولسي رابطو استحكام او د كلتوري تبادلو په وده كښې مهم كردار ولوبوي٬ حكومت د بائيكرز دوره محفوظ٬ د سكون او يادګار جوړولو عزم لري۔ ده ووئيل بائيكرز دې د پاكستان د ښائسته شمالي سيمو د سحر انګېزه حسن نظاره وكړي۔ په دې موقع رانا ثناء الله د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سېلګرۍ او كلتوري روابطو د ودې په اهميت رڼا واچوله۔ د عمان بائيكرز په درناوي كښې د جمعې په ورځ په ګنز اينډ كنټري كلب كښې د ماسپخين مېلمستيا دستوره هم وشوه۔