
اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د بيلجيئم سفير ايډس بالډ وان ډر ګراخت ليدلي دي ۔ د قانون وزارت وياند له مخې د ملاقات په مهال د پاكستان او بيلجيئم ترمېنځه د اوږدې مودې د دوستۍ اريكو ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے وشو۔ په دې موقع د دواړو اړخونو څخه د قانون٬ بشري حقونو او د حكمرانۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په لا پراختيا وركولو زور راٶړلے شو۔ د ملاقات په مهال په پاكستان كښې د بشري حقونو د صورتحال او د اوسني پېشرفت جاج هم واخستلے شو۔