
اسلام آباد 20 جون(اے پي پي)قامي اسمبلۍ كښې د راتلونكي مالي كال په وفاقي بجټ بحث د جمعې په ورځ هم روان ؤ ۔ د بېلو ګوندونو څخه تعلق لرونكو غړو د زرعي څانكې په پرمختګ٬ د صنعتونو په وده ٬سرمايه كارۍ كښې په اضافه٬تعليم او د روغتيا په څانګو كښې اصلاحات راوستو پشمول د ځينې چارو په ره تجاويز وركړل ۔حكومتي غړو بجټ متوازن او اولس دوسته وګرځولو ۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ دوهمې غونډه ګښې په بجټ عام بحث كښې د پاكستان تحريك انصاف غړي جنيد اكبر خان ووئېل د خېبرپښتونخوا اولس ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړي بايد ورته په بجټ خاص پام لرنه وكرې شي ۔صاحبزاده حامد رضا بحث كښې ووئېل د اسرائيل ضمير مړ شوے٬په ايران ميزائلونه توغونكي پخپله پټو ځايونو كښې ناست دي۔ده ووئيل انشاﺀ الله ايران به كاميابي ترلاسه كوي۔سيد مرتضٰی محمود ووئېل اقتصادي اشاريې ښې دي خو د ګاونډي هېوادونو په مقابل ګښې زمونږ معيشت كمزورے دے٬زمونږ د زرمبادله پانګې او برآمدات كم دي۔ده ووئيل چ پوځ جنګ ګټلے دے٬معيشت ته وده وركول دي٬ ده ووئېل مونږ له به معيشت په سمه لاره روانول وي٬دې لپاره به مونږ له روايتي سياست ته به مخ ښه وئېل وي۔ده سوئېلي پنجاب ضلعو لپاره پي ايس ډي پي كښې د زيات فنډ بيلولو په ضرورت زور راوړو ۔فياض حسين ووئيل تر كوټ ادو دې د ډوئيل كيرج وے او موټروے رسنائي وركړی شي۔صباح يوسف تالپور په بجټ بحث كښې ووئېل زما مېړه موحوم يوسف تالپور د خپلې سيمې څخه 7 ځله ټاكلے شوے ؤ ٬ د بلاول بهټو زرداري مننه كوو چا چې په ما د باور څرګنونه كړې او ما ته يې د قامي اسمبلۍ ټكټ راكړے۔رانا مبشر اقبال ووئېل جنګي حالات كښې حكومت متوازن بجټ وړاندې كړے ٬ په دې زه حكومت او اتحادي ګوندونو ته مباركي وركوم٬مونږ د حكومت٬وزيراعظم او بلاول بهټو زرداري په مشرۍ كښې سفارتي پلاوي ته مباركي وركوو چا چې په نړيوال فورمز د پاكستان مقدمه په ښه انداز وړاندې كړه۔اسامه سرور ووئيل زما حلقه دې ماډل ضلع وګرځولې شي٬ د حلقې ځوانانو لپاره د تربيت او روزګار موقعې وركولو لپاره دې اقدامات وكړے شي٬ ده ووئېل د پاك پنجاب پروژه ښه ده٬كلين اينډ ګرين كوهسار په نامه اقدام ضرورې دے دغسې چې موسمياتي بدلونونو په اړه اولسي شعور او خبرتيا ته وده وركړې شي۔ ده ووئېل د ټېكنالوجي او روايات پاسدارۍ اډانه د سېلګرۍ نظام د وخت ضرورت دے۔نور عالم خان ووئېل دا وئېل سم نه دي چې د پاكستان خلق ټيكس نه وركوي٬اولس د هر څيز په اخستو ټيكس وركوي٬چرته چې بجلي نشته هلته خلق يو يو سولر پينل اخستو سره خپل ځان لپاره د بجلۍ او رڼا بندوبست كوي خو په سولر پينلز هم 10 فيصد ټيكس ولګولے شو٬ ده ووئېل لږې تر لږې تنخا حد 37 زره روپۍ دے كومه چې د يوې وړې كورنۍ ضروريات لپاره ناكافي ده۔ده ووئيل پیښور ضلع كښې د ورسك بند پشان منصوبه شته خو په دې ضلع كښې هم 18 ٬ 18 ساعته لوډشيډنګ كېږي۔ده ووئيل د هند جارحيت او د منطقې صورتحال په لړ كښې د وسله والو ځواكونو افسرانو او ځوانانو لپاره رسك الاؤنس او دفاعي بجټ كښې اضافه ضروري ده۔كه ضرورت رامخې ته شو نو د خېبرپښتونخوا خلق به د پاكستان دفاع لپاره په وړومبي صف كښې ولاړ وي۔ ده ووئېل هېواد په خاص توګه خېبرپښتونخوا كښې امن او امان لپاره دې كوټلې اقدامات وكړے شي٬د سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې دې د لس فيصده نه زياته اضافه وكړی شي٬دغسې د كركيلې په څانګه كښې كروندګرو ته نيغ په نيغه آسانۍ وركولو لپاره دې اقدامات وكړے شي