ناران 20 جون(اے پي پي)ناران كښې د سوهني آبشار سره نزدې د واورې كمر لوېدو له امله درې تكسان مړه شوي دي ۔رېسكيو 1122 مانسهره له مخې ناران كښې د سوهني آبشار سره نزدې د واورې كمر رالوېدو له امله درې سېلګري 35 كلن طاهر٬ 13 كلن ابوبكر او 22 كلن طيب په حق رسېدلې چې تعلق يې د لاهور څخه ؤ ٬ په حق رسېدلو كسانو مړي د ناران څخه لاهور ته منتقلۍ لپاره انتظامات روان دي۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی د سېلګرۍ صلاحكار زاهد چن زيب په پېښه د غم دړد څرګندونه كولو سره وئېلي دي سېلګرو له غېر مستحكمو سيمو ته د تللو او د عكسونو اخستلو څخه ډډه كول پكار ده٬سېلګري دې د موسم څخه خوند واخلي خو احتياط دې اول كوي