قاهره 20 جون (اے پي پي) په مصر كښې د پاکستان سفير عامر شوکت د جامعه الازهر امام اعظم ډاکټر احمد الطيب سره ليدلي دي ٬ د پاکستان سفارت اېكس پوسټ له مخې سفير د پاكستان اولس په زړونو كښې د جامعه الازهر په خاص مقام رڼا واچولو سره په ديني تعليم كښې د پاكستان زده كوٶنكو لپاره د ادارې لخوا د پرله پسې مرستې ستائنه وكړه٬ دواړو مشرانو په جامعه الازهر كښې په سائنسي، ميډيکل او ټيکنيکل تعليم كښې مرسته زياتولو په طريقه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه