
بيونس آئرس۔20 جون (اے پي پي) د جوهري توان نړيوالې ايجنسۍ (آئې اے اي اے) وئېلې دي تر 13 جون چې اسرائيل په ايران بريد كولو ايران ايټم بم نه جوړولو۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس تر مخه آئې اے اي اے ډائرېكټر جنرل رافيل ګروسي د ارجنټائن ورځپاڼې ” لانا سېون” ته مركه كښې ووئېل چې كله اسرائيل په ايران بريد كولو نو ايران ايتم بم نه جوړولو۔ د اسرائيل بريد په وخت د جوهري وسلو تر لاسه كولو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل دا وخت ځواب په نه كښې دے۔ خو په دغه لور د پېشرفت په اړه څو عناصر موجود وو۔ بلخوا ايران په آئې اے اي اے تور لګولے چې هغه د ايران جوهري پروګرام په اړه حقيقت پټوي۔ دا تور د ډائرېكټر جنرل رافيل ګروسي د هغه بيان نه پس رامخې ته شوے چې آئې اے اي اے د ايران د جوهري وسلو جوړولو په اړه د كومو منظمو هلو ځلو ثبوت نه لري۔ د ترك خبر رسنې ادارې راپور تر مخه د ايران خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي پخپل آفېشل اكاونټ رافيل ګروسي ته وئېلې دي اوس ډېر نا وخته شوے ٬ تا پخپل متعصبانه راپور كښې دا رښتيا پټ كړي كوم چې دريو اروپائي هېوادونو المان ٬ فرانس او برطانيه او امرېكې د ايران د آئې اے اي اے د عدم تعميل بې بنسټه تور د قرارداد د مسودې بنياد ګرځولے دے۔ د ايران وياند ووئېل اسرائيل دغه قرارداد د ايران په ضد بريد او زمونږ امناكه جوهري نتصيبات باندې غېر قانوني بريد لپاره كارولے دے ۔ وياند ووئېل رافيل ګروسي د جوهري وسلو نه خپرولو لوظنامې نه بهر هېوادونو لپاره د لويو طاقتونو آله كار جوړ شوے ۔ واضحه دې وي چې تېره اوونۍ آئې اے اي اے په 20 كاله كښې په وړومبي ځل ايران د جوهري ذمه وارو د خلاف ورزۍ مرتكب ګرځولے ؤ۔