شخړو سره مخ سيمو كښې په 2024 كښې په كوچنيانو د تشدد مثال نه موندلے كېږي٬ د ملګرو ملتونو راپور

ملګري ملتونه۔20 جون (اے پي پي) ملګرو ملتونو راپور كښې وئېلې دي په 2024 كښې غزه څخه تر كانګو شخړو كښې ګېرو سيمو كښې د كوچنيانو په ضد د تشدد مثال نه موندلے كېږي۔ د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس راپور تر مخه د 2024 تاوجنو حالاتو كښې د كوچنيانو په ضد تشدد كښې غېر معمولي زياتوالے راغلے ۔ د 2023 په مقابل كښې د لويو خلاف ورزيو شمېره په حېرت لرونګې ډول 25 فيصد زياته شوې۔ د راپور 2024 تر مخه د كوچنيانو خلاف 41 زره 370 د لويو خلاف ورزيو تصديق شوے ٬ په دغه كښې 36 زره 221 خلاف ورزۍ په 2024 كښې او نورې پاتي بينځه زره 149 د دې مودې نه وړاندې رپورټ شوې وې۔ خو تصديق يې په 2024 كښې وشو۔ 30 كاله وړاندې د مانيټرنګ ټول جوړېدو نه پس دا تر ټولو زياته شمېره ده۔ راپور كښې وئېلې شوي د 4000 او 500 نه زيات كوچنيان وژلے شوي او 7 زره ژوبل شوي دي۔ د بېلو خلاف ورزيو كوچنيانو شمېره هم 22 زره 495 د هكومھ چې واضحه اضافه ده ۔ د ملګرو ملتونو د سېكرټري جنرل استازې ورجينيا ګامبانے ووئېل 22 زره 495 كوچنيان كومو چې لوسته كول غوښتل هغوي د ټوپكو او بمي چادونو نه د بچ كېدو چلونه زده كولو ته مجبور دي۔ په راپور كښې د نړۍ 20 سيمو كښې د كوچنيانو د حقونو خلاف ورزۍ مرتب كړې شوي د كومو عمرونه چې د 18 كاله نه كم دے۔