په الوتكه كښې د پیښې نه وړاندې هيڅ خرابي نه وه ٬ ايئر انډيا

نوے ډيلے۔20 جون (اے پي پي) ايئر انډيا وئېلې دي په هند كښې تېره اوونۍ د پیښې ښكار الوتكه كښې د پرواز نه وړاندې هيڅ خرابي نه وه او په ښه حالت كښې وه ۔د اردو نيوز تر مخه ايئر انډيا يو بيان كښې ووئېل الوتكه په جون 2023 كښې كتلې شوې وه او د دې د ښې اړخ انجڼ په مارچ او د ګس اړخ په اپرېل 2025 كښې مرمت كړے شوي وو ۔ انجڼ او الوتكه به پرله پسې كتلے كېدل او د الوت نه وړاندې پكښې هيڅ مسئله نه وه۔ ايئر انډيا ووئېل فلائټ كښې 169 د هند مسافر ٬ 53 د برطانيي او د يو كانډا مسافر نه علاوه د عملې 12 كسان ناست وو۔ د الوتكې قيادت كيپټن سوميت سبهروال كولو څوك چې يو تجربه لرونكے پائلټ ؤ او چا چې 10 زره ساعته د الوت تجرېه لرله۔ پلټنې كونكې ډله د الوتكې د بلېك باكس نه د ډيټا تر لاسه كولو هڅې كوي خو د ايئر لائن وېنا ده چې په الوتكه كښې د الوت نه وړاندې هيڅ خرابي نه وه۔ د صحت وزير رشي كېش پتېل وئېلي دي تر زيارت ورځې د ډي اين اے څخه د 210 كسانو شناحت شوے دے۔