اسلام آباد۔20جون (اے پي پي) د پاکستان او اروپايي ائتلات لخوا د اټومي وسلو د نه خپریدو او د وسلې تخفيف په اړه د خبرو اترو د پنځم پړاؤ په اړه غونډه اسلام آباد كښې شوې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې دواړو ډلو د نړيوال او سيمه ايز امن٬ سلامتيا او ستراتېژك استحكام په چارو د خيالاتو څرګندونه كړې٬ د خبرو اترو په مهال د وسلو نه خپریدو او وسلې تخفيف د بېلا بېلو اړخونو په خاص توګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د فرسټ كمېټۍ په اېجنډا٬ د تخفيف كنفرنس او د بې وسلې كولو نړيوال كنونشنز پشمول د حياتياتي وسلو کنونشن (بي ډبليو سي)، د کيميائي وسلو کنونشن (سي ډبليو سي) چارو پلو هم پام وګرځولے شو٬ بيان له مخې د دې نه علاوه په خبرو كښې د برآمدي کنټرول په دې وروستيو كښې د رجحانات جاج واخستلے شو او په نړيوالې سلامتيا د رامخې ته شوې ټېكنالوجزي د مضمرات هم جاج واخستلے شو۔ په دې موقع ډلو په كال 2026 كښې په برسلز كښې د شپږم پراٶ تابيا ته اتفاق وكړو٬ په خبرو كښې د وسلو مخنيوي، د وسلې تخفيف او نړيوالې سلامتيا لپاره د ايډيشنل سيکرټري خارجه طاهر اندرابي د پاکستاني پلاوي مشري وكړه او د اروپائي ائتلاف د وسلو نه خپرېدو او د وسلو تخفيف لپاره خاص استازي اسټيفن کليمنټ د اروپائي ائتلاف د پلاوي مشري وكړه۔