نيامے 20 جون(اے پي پي)د نائجر لويديزې سيمه كښې د مالي پولې سره نزدې بريد كښې 34 نائيجيرين پوځيان مړه شوي دي ۔ د فرانسيسي خبري اژانس اے ايف پي له مخې د نائجر دفاع وزارت بيان كښې ووئېل تېره ورځ د نائيجر كلي والې بینګو سيمه كښې 8 ګاډي او 200 څخه زيات موټرسائيكلېو باندې د سلګونو په شمېر د كرائے عسكرو بريد وكړو چې په نتيجه كښې يې 34 پوځيان مړه او 14 ژوبل شول ۔وزارت وئېلي دي ځواكونو ځوابي كاروائيو كښې ګڼ شمېر ترهه ګر وژلې دي ۔وزارت وئېلي دي د بريد كوونكو لټون لپاره په زمكيزو او فضائي لارو لټون روان دے۔