وزيراعظم شهباز شريف په پي اين ايس سي بېړۍ كښې زياتوالي لپاره په ليز د بحري جهاز اغستو سپارښتنه وكړه

اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په پي اين ايس سي بېړۍ كښې زياتوالي لپاره په ليز د بحري جهاز اغستو سپارښتنې كولو سره وئېلې دي په دوو اوونيو كښې د پي اين ايس سي بزنس پلان وړاندې كړئ چې پكښې د قامي خزانې نه د كال د 4 بلين ډالره بار د پورته كولو تګلاره شامله وي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه د وزيراعظم په مشرۍ كښې د پاكستان شپنګ كارپورېشن د چارو جاج اغستو لپاره غونډه وشوه۔ وزيراعظم د پي اين ايس سي بېړۍ زياتوالي لپاره په ليز د بحري جهاز اغستو سپارښتنې كولو سره ووئېل په پي اين ايس سي كښې د بحري جهازونو كمي په سبب د سمندر د لارې په تجارت د قامي خزانې نه د كال 4 بلين ډالره قيمتي زر مبادله خرڅ كېدل راپغاړه كېږي۔ دغسې وزيراعظم امر وكړو چې په دوو اوونيو كښې دننه پي ايس ايس سي بزنس پلان وړاندې كړئ جې پكښې په قامي خزانه د كال 4 بيلين ډالره بار د لرې كولو تګلاره شامله وي۔ وزيراعظم ته په كاركردګۍ بريفنګ هم وركړے شو۔ چې اداره د مختلف نوعيت 10 بحري جهازونه لري كوم چې د 724٬643 ټنه كارګو وړولو صلاحيت لري ۔ غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه ٬ د بحري چارو وفاقي وزير جنيد انور چوهدري او د پي اين ايس سي اعلې چاروزاكو ګډون كولو۔