د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ملاقات ډېر مهم او خوشبينه دے٬د پاكستان او پاك پوځ عزت زيات شوے۔ صبا صادق

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)د بشري حقونو پارليماني سېكرټري صبا صادق د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ملاقات ډېر مهم او خوشبينه ګرځولو سره وئېلي دي فيلډ مارشل سيد عاصم منير او پاكستان ته لويې څښتن ډېر عزت وركړے٬د لويې څښتن رحمت نه پس زمونږ مشرتابه او پاك پوځ چې كوم كردار دے هغې ته ټوله نړۍ په عزت او د قدر په نظر ګوري٬د هند جارحيت په ضد فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ كښې چې كوم ډول پوځ خپل كردار ادا كړو د هغې او د وزيراعظم د موثره سفارتكارۍ ستائنه په ټوله نړۍ كښې كيږي٬په خاص توګه د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره د فيلډ مارشل سيد عاصم منير تېره ورځ په سپينه مانۍ كښې ملاقات ډېر د اهميت وړ پاتې شو٬ د پاكستان او پاك پوځ عزت زيات شوے٬دا مونږ ټولو لپاره د وياړ سبب دے۔د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خاص خبرو كښې دې ووئيل د اوسني هندي جارحيت ځواب كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په دانشمندانه حكمت عملۍ د دښمن ناوړه عزائم ناكامه شوي٬د پاكستان او پاك پوځ عزت زيات شوے او د هند په منطقه كښې د يو لويې طاقت كبر خاورې شوے٬دا ټول د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د حكومت او فيلډ مارشل عاصم منير د موثره حكمت عملۍ او د دانشمندانه پريكړو نتيجه ده۔د غزه په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل ټول اسلامي او غېر اسلامي رياستونه په غزه كښې د روانو ظلمونو په ضد احتجاج كوي٬اسرائيل يو ترهه ګر رياست دے او نيتن ياهو د ترهه ګرو مشر دے كوم چې د ملګرو ملتونو قراردادونو پرواه نه كولو سره په سكولونو٬روغتونونو او د پناه په ځايونو خپل بريدونه جاري ساتلي دي چې په نتيجه كښې يې زمونږ ميندې٬خوئېندې٬وروڼه٬سپين ګيري او ماشومان ناحقه شهيدان كيږي۔