
اسلام آباد۔19جون (اے پي پي) د جمعیت علمائے اسلام (ف) مشر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا فضل الرحمان وئېلې دي پاکستان د اسلامي نړۍ لويې موثر او طاقتور دفاعي جوهري قوت دے۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې په بجټ بحث كښې مولانا فضل الرحمان ووئېل په ایوان كښې د هېواد ،داخلي وخارجي اړيكو باندې بحث كېږي ،اپوزیشن د اصلاحات پلو د حکومت پام ګرځوي ۔ مولانا فضل الرحمان ووئېل هند د پاکستان نه لويې هېواد دے خو چې پاکستان په كوم جرات د هېواد دفاع وكړې شوه ،څنګه چې يې د هند دفاعي نظام ناکامه كړو هغه د ستاِئنې وړ دے ۔ده ووئېل پاکستان د هند غرور په زمكه كښې ښخ كړو او له هرې خوا د پاکستان د دفاعي قوت ستائنه وشوه۔ ده ووئېل مونږ خپله فکري عقیدہ او ایمان پرېښودے نشو ، د ذمه وارۍ احساس پكار دے چې موڼږ چرته روان يو۔ ده ووئېل 60 زره فلسطینان شهیدان شوي خو د صیهوني درندګانو تنده نه ماتېږي، چرته چې يومودي یا صیهوني مري نو لويي طاقتونه تر مينځه كېږي خو بل پلو ټول ښار د ملبې ډېرے جوړېږي،دا انسانیت نه حیوانیت دے۔