نائب وزيراعظم سينيټر محمد اساق ډار سره ډاكټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د ايم كيو ايم پلاوي ملاقات

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي) نائب وزيراعظم سينيټر محمد اساق ډار سره د ډاكټر خالد مقبول صديقي په مشرۍ كښې د ايم كيو ايم پلاوي ملاقات كړے چې پكښې ډاكټر فاروق ستار٬امين الحق او جاويد حنيف شامل وو۔ د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د منصوبه بندۍ٬د وزيراعظم خاص مرستيال ايم طارق باجوه٬د خزانې سېكرټري او سمندر پورې پاكستانيانو سيكرټري هم ګډون كولو۔پلاوي پرمختيائي بجټ٬حلقه بندو په اړه اندېښنې او تر پراخه سياسي چارو په بېلو برخو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔نائب وزيراعظم جامع پرمختګ لپاره د حكومت د عزم پخلر وكړو او پلاوي له يې باور وركړو چې دا اندېښنې به د مرستې او مشاورت جذبې سره لرې كړې شي