
پیښور۔ 19 جون (اے پي پي) د وفاقي وزیر و صدر پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبرپښتونخوا انجینئر امیر مقام په استوګنه پیښور كښې تېره ورځ د ضم شوو ضلعو (پخوانۍ فاټا) د 60 نه زياتو قبائلي مشرانو ، معتبرو او ذمه وارو يوه مهمه او بامقصده جرګه وشوه ۔د جرګې مشري انجینئر امیر مقام پخپله وكړه ۔ په دې مهال قبائلي مشران وفاقي بجټ 2025-26 كښې د ټیکس استثنیٰ برقرار ساتلو او د فاټا لپاره د 37 اربه روپو په ریلیز كولو د وفاقي وزیر ، وفاقی حکومت او وزیراعظم شهبازشریف مننه وكړه او د موجودہ زمكيزو حقائقو ، مسائلو ، پیښو چیلنجونو او د سباون په تګلاره يې تفصیلي خبرې وكړې ۔مشرانو ووئېل انجینئر امیر مقام عمر له د فاټا د اولس غږ او د حقونو ترجماني کړې ، د نن دا جرګه د دې باور ثبوت دے كوم چې قبائل په انجینئر امیر مقام كوي ۔انجینئر امیر مقام نے جرګې ته خطاب کښې وئوېل د فاټا اولس د هېواد لپاره قربان٬ وركړي ، دوي حق لري چې دوي ته ریلیف، ترقي او په مکمل قامی چوكاټ كښې په عزت ځائے وركړے شي ، زما هلې ځلې د چا د مفاد لپاره نه بلمې د دې سيمو خوشحالۍ او انصاف لپارهخ دي ، زه به د فاټا ځوانانو ، تاجرانو، زمیندارو، طلبه او ټولو طبقو لپاره غږ په هر فورم پورته كوم ۔ په دې تناظر كښې وزیراعظم شهباز شریف په خیبرپښتونخوا كښې د جرګه سسټم بحالي او سول انتظامیه مؤثر او مضبوطولو لپاره يوه اعلیٰ كچ کمیټي جوړه كړې ۔ دا کمیټي به د حقائق، قبائلي روایات او اولسي مشاورت څخه سفارشات مرتب کوي . دا اقدام به د قبائلی سيمو سماجی او روایتی ساخت تر مخه د مسائل حل او ښې واكمنۍ په لوري غوره ګام وي ۔ ۔جرګه كښې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د اپوزیشن لیډر ډاکټر عباد اللّٰہ خان، پخوانر د قامي اسمبلۍ غړے نظیر خان، صوبائی نائب صدر پاکستان مسلم لیګ (ن) خیبرپښتونخوا عنایت وزیر، نارتھ وزیرستان څخه ملک خان مرجان، کوهاټ څخه بسم اللہ خان ،ساؤتھ وزیرستان اپر څخه اعظم مسعود او محمد کاشف ، مومند څخه نادر منان ، باجوڑ څخه ہهدی شاہ، بنوں نه ماویز ،کرم څخه عبدالکریم عابد او خلیل هاشمي دغسې د جنډوله نه میر بادشاہ او نور مشران شامل وو ۔