حكومت قامي اليكټرك وهيكل پاليسي په رسمي توګه اجراء كړې ۔ هارون اختر خان

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) صنعت او پېداوار لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د حكومت لخوا معارفي كړې شوې نوې الېكټرك وهيكل (اي وي) پاليسي به نه يوازې د هېواد معيشت مستحكم كړي بلكې پاكستان به د ماحولياتي بدلون د ويجاړٶنكو اغيزو نه ساتلو له هم مرستياله وګرځي، نيشنل اليكټرك وهيكل پاليسي 2025–30 په رسمي توګه اجراء كړې شوې ٬ ده دا پاليسي د پاكستان صنعتي، ماحولياتي او د توان اصلاحات پلو يو تاريخي او انقلابي قدم وګرځولو۔ د زيارت په ورځ خپلې وېنا كښې هارون اختر خان ووئيل دا پاليسي د وزيراعطم وژن له مخې جوړه كړې شوې چې مقصد ېې كلين٬ تل پاتې او ارزان ټرانسپورټ، ماحولياتي تحفظ او ځائي صنعت ته وده وركول دي۔ ده ووئيل دا پاليسي نه يوازې د قامي پرمختګ برخه ده بلكې د پاكستان لخوا د پېرس ماحولياتي ټرون له مخې د شوو لوظنامو عملي بشپړتيا هم ده ۔ ده ووئيل د ټرانسپورټ څانګه په پاكستان كښې د كاربن د اخراج لويه ذريعه ده او د دې اصلاحات ضروري شوې دي۔ ده ووئيل د پاليسۍ په لويو هدفونو كښې تر كال 2030 د 30 فيصده الېكټرك نوو ګاډو جوړولو هدف ټاكلے شوے چې ورسره په كلنه توګه د 2.07 اربه ليټر اېندهن بچت ممكن شي او دې سره به نزدې د يو ارب ډالرو زرمبادله بچ شي۔ ده ووئيل د 4.5 ملين ټن كاربن ګاز په اخراج كښې به كمے راشي او دې سره د صحت عامه په كلنه توګه د 405 ملين ډالرو خرڅونو كښې كمے هم متوقع دے۔