
اسلام آباد۔19جون (اے پي پ ي ) د دفاع وفاقي وزیر خواجه محمد آصف وئېلې دي د آرمی چیف فیلډ مارشل سید عاصم منیر د امریکې جمهور رئيس سره ملاقات د سفارتي ډګر ډېره لويه کامیابي ده ۔ د زيارت په ورځ د پارلیمنټ هاوس نه بهر خبريالانو ته ده ووئېل پاکستان په جنګ كښې برے موندے د كوم په سبب چې معیشت شه شوے دے ۔ ده ووئېل په وړومبي ځل آرمي چیف دغسې ډوډۍ له بللے شوے۔ خواجه محمد آصف ووئېل كوم بیانونه چې رامخې ته كېږي ، د دې نه واضحه كېږي چې پاکستان په پوځي ،سفارتي او معاشي میدان كښې د ترقۍ منازل سر كوي۔ دفاع وزير ووئېل ایران زمونږ برادر اسلامي هېواد دے ، په ایران مشکل وخت دے ٬ په نورو ورونړو هېوادونو او اسلامي هېوادونو او ګاونډيانو لازم ده چې دا وخت د ایران خپلو ورونړو سره اودرېږي