
اسلام آباد۔19جون (اے پي پي) پاکستان په ایران د اسرائیلي بريد سخته غندنه كولو سره وئېلې دي ایران د ملګرو ملتونو د آرټیکل 51 تر مخه د خپلې دفاع حق لري۔ د خارجه دفتر وياند شفقت علي خان د زيارت په ورځ پریس بریفنګ كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئېل به ایران د اسرائیل بريد څخه به د منطقې په امن سنګین اثرات مرتب شي ۔ په ایران كښې د موجودو پاکستانیانو انخلاء په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئېل د ایران نه تر اوسه د درې زره نه زيات پاکستانیان راويستلے شوي دي ۔ ده ووئېل د پاکستان وګړي چې پكښې طلباء هم شامل دي د تفتان سرحدي کراسنګ نه علاوہ د اشک آباد، باکو او بغداد د لارې وطن ته بېرته راوستلې شوي ۔ وياند په دې حقله تهران كښې د پاکستان سفارت نه علاوہ زاهدان او مشهد كښې د پاکستان قونصل خانو سره سره د ایراني حکومت د مرستې هم ستائنه وكړه ۔ ده ووئېل ایران د پاکستان برادر، دوست او ګاونډي هېواد دے او دواړه هېوادونه په ژوره مذهب ي، كلتوري او تاریخي رشتو تړلي شوي دي ۔