سپیکر سردار ایاز صادق سره د برطانېي هائي کمشنر جین میریټ ملاقات، د دوه اړخيزه اړيكو بشمول د شرېكې خوښې په چارو خبرې اترې

APP38-190625 ISLAMABAD: June 19 - British High Commissioner to Pakistan Ms. Jane Marriott called on Speaker National Assembly Sardar Ayaz Sadiq at Parliament House. APP/TZD

اسلام آباد۔19جون (اے پي پي ) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق سره د برطانېي هائي کمشنر جین میریټ د زيارت په ورځ پارلیمنټ هاوس كښې ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شرېكې خوښې په چارو خبرې اترې وشوې ۔ سپیکر هايی کمشنر سره په خبرو كښې ووئېل د پاکستان او برطانیه تاریخي اړېكې لا مضبوطولو لپاره پارلیماني مرسته ضروري ده ، پاکستان د برطانیه سره دوستانه اړېكې نورې مستحکمول غواړي ۔ سپیکر پارلیماني روابط د هم غږۍ لپاره کلیدي وګرځول ٬ ده ووئېل د پاکستان پارلیمنټ هاوس ته د نړۍ د وړومبي “ګرین پارلیمنټ” اعزاز تر لاسه دے ، د پارلیمان وداني په 2015ء كښې د نمر په انرژۍ منتقل كړې شوه ، ده ووئېل په پارلیماني انټرنشپ پروګرام كښې داخلې لپاره د 60 زره نه زياتو ځوانانو خوښي لرلې ۔ د برطانیي هائی کمشنر جین میریټ د پاکستان-برطانیه اړيكو ودې لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده ووئېل برطانیه د پارلیماني مرستې د لارې اړيكو ته وده وركول غواړي ۔ ده ووئېل د قانون سازۍ معیار كښې بهتري راوستو له د دواړو هېوادونو پارلیمانونو د تجربو تبادله مهمه ده ، برطانیه تعلیم، موسمیاتي بدلون او سماجي ترقۍ په څانګو كښې پاکستان سره به مرسته دوامداره ساتي