اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) سينيټر فېصل واوډا وئيلي دي د فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير هېواد ته په راستنېدو به قام ډېر زېري واوري ۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل سيد عاصم منير ته چې په امريكا كښې څومره پروټوكول ترلاسه شو په تاريخ كښې ئې مثال نه موندلے كېږي، د يو هېواد د پوځ سرلښكر ته هم دومره پروټوکول كله نه دې ترلاسه شوے۔ ده ووئيل مونږ بېك بينچر ٶ او د فيلډ مارشل عاصم منير په سبب په فرنټ نه بلكې ون ټو ون ته راغلې يو۔ ده ووئيل عاصم منير جنګ ګټلے سرلښكر دے٬ نړۍ د مېړنو قامونو قدر كوي٬ د امريكې صدر سره د يو ساعت لپاره ملاقات شېډول ٶ خو ھغه دوه ساعته ته ورسېد، كومې څخه چې ثابېتږي چې د پاكستان اهميت څه دے ۔ ده ووئيل ډونلډ ټرمپ خپلو خبرو كښې وئيلي دي معاشي او دفاعي مرسته به زياتېږي۔ ده ووئيل د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په سبب په نړۍ كښې زمونږ بېرغ او معيار لوړ شوے او د نړۍ په ټاپ فورم اودرېدلې يو كوم چې مونږ د 75 كالو راهسې نه ٶ ليدلے