د قامي اسمبلۍ غونډه ، د مخالفې ډلې غړو علامتي واک آوټ

اسلام آباد۔19جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ نه د مخالفې ډلې غړو د زيارت په ورځ علامتي واک آوټ وكړو ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته اسد قیصر ووئېل د بجټ غونډه د اهمیت وړ ده او د خزانې وزیر په غونډه كښې نشته٬ د دې سره د اپوزیشن زياتره غړي د غونډې نه لاړل ۔ دغسې صدر نشین د پارلیماني چارو وفاقي وزير ته د مخالفې دلې غړو پخلا كولو او غونډې ته د بيا راوستلو سپارښتنه وكړه ۔