وزیراعظم ورلډ بیسټ سکول پرائزز 2025 كښې دريو پاکستانو سکولونو ته د ټاپ ټین کمیونټي په مرسته چلېدونكو سکولونو كښې په ځائے جوړولو پېرزوئنې

اسلام آباد۔19جون (اے پي پي ) وزیراعظم ورلډ بیسټ سکول پرائزز 2025 كښې دريو پاکستانو سکولونو ته د نړۍ په ټاپ ټین کمیونټي مرسته چلېدونكو سکولونو كښې په ځائے جوړولو پېرزوئنې وړاندې كړې دي ۔ وزیراعظم ورلډ بیسټ سکول پرائزز 2025 كښې د دريو پاکستانو سکولونو ،سنجن نګر پبلک ایجوکیشن ټرسټ هائر سیکنډري سکول لاهور، بیکن هاؤس کالج پروګرام (جونیپر کیمپس) کوئټه او نارډک انټر نیشنل سکول، لاهور ته د نړۍ د ټاپ ټین کمیونټي په مرسته چلېدونكو سکولونو كښې په ځائے جوړولو د سکولونو انتظامیه ، استاذانو او طلباء ته پېرزئنې وړاندې كړې دي ۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم ووئېل دې سکولونو د جدید نصاب، تحقیق، ټیکنالوجۍ ، ماحولیات، پسماندہ او د كلي والو سيمو پرمختګ په اړه خپله نامه جوړه كړې ده، دې تعلیمي ادارو د هېواد نامه په ټوله نړۍ كښې روښانه کړې ۔ ده ووئېل داسې تعلیمي ادارې موڼږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي ،حکومت پاکستان كښې د جدید تعلیم ودې لپاره هڅې كوي