په هېواد كښې د اوبو كمے لرې كولو لپاره دې په جنګي بنيادونو د زيات نه زيات بندونه جوړ كړے شي ۔ ملك عامر ډوګر

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي ملك عامر ډوګر وئېلي دي په هېواد كښې د اوبو كمے لرې كولو لپاره په جنګي بنيادونو زيات نه زيات ډيم دې جوړ كړے شي ۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې ده ووئيل د اسرائيلي جارحيت څخه د مېرمنو او ماشومانو پشمول غزه كښې 55 زره كسان شهيدان شوي او اوس هم اسرائيل په روغتونونو ٬ سكولونو او په اولس ميزائل توغوي٬په دې معامله د اسلامي نړۍ كردار افسوسناك دے۔ده ووئيل ايران د اسرائيل جارحيت په ځواب وركولو ډېره لويه د جرات مظاهره كړی٬ټول پاكستانے قام د خپل ايرانو وروڼو سره ولاړ دے۔ده غوښتنه وكړه چې په هېواد كښې د اوبو كمے لرې كولو لپاره په جنګي بنيادونو د زيات نه زيات بندونه دې جوړ كړے شي ۔