په سولر پينل ټيكس كښې كمے او پوهنتونونو لپاره فنډز كښې زياتوالے خوشبينه دے٬ پیټروليم ليوي كښې كمے او د زرعي څانګې ودې لپاره دې اقدامات وكړے شي۔سينيټر دوست علي جيسر

اسلام آباد 19 جون(اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي سينيټر دوست علي جيسر وئېلي دي په سولر پينل ټيكس كښې كمېے او پوهنتونونو لپاره فنډ كښې زياتوالے خوشبينه دے٬په پټروليم ليوي كښې كمے او د زرعي څانګې ودې لپاره دې اقدامات وكړے شي۔د زيارت په ورځ د سينيټ غونډه كښې په بجټ 2025-26 بحث كښې ده ووئيل د بلاول بهټو زرداري په تجويز په سولر پينل ټيكس كښې كمے او پوهنتونونو لپاره فنډ كښې اضافه خوشبينه ده۔ايران اسرائيل جنګ په اړه د پاكستان دريځ د ستائنې وړ دے۔ ده ووئېل د منطقې موجوده صورتحال په لړ كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو غونډه دې راوبللې شي۔د سركاري ملازمينو په تنخاګانو كښې 25 فيصد اضافه دې وكړی شي۔ ده غوښتنه وكړه پټروليم ليوي كښې كمےﺀ او د زرعي څانګې ودې لپاره دې اقدامات وكړے شي