
پینډي 19 جون(اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير او د امريكې جمهور رئي ډونلډ ټرمپ د پاكستان او امريكې ترمينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي په څانګه كښې شريكې مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلے كړے۔دوي د تجارت٬اقتصادي پرمختګ٬معدنيات٬مصنوعي ذهانت٬توان٬كرپټو كرنسي او رامخې ته شوې ټېكنالوجيز پشمول بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته پراختيا وركولو په امكانات هم تفصيلي خبرې اترې وكړي او صدر ډونلډ ټرمپ پاكستان سره شريكې ګټې او په همغږۍ اډانه تل پاتې سټريټجك شراكتدارۍ قائمولو له د خوښۍ څرګندونه كړی۔د زيارت په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د پاك پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير سپينه ماڼۍ كښې د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره مهم ملاقات وكړو ۔دا د اعلٰی كچ ملاقات كابينه روم كښې د ماسخوتن په مېلمستيا وشو٬ د دې نه پس دواړو لارښودو د اوول آفس دوره وكړه۔د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ سره د سټيټ سيكرټري سينيټر ماركو روبيو او د مينځني ختيز لپاره د امريكې خاص استازے سټیو وټکوف هم موجود وو۔فيلډ مارشل عاصم منير سره د پاكستان د قامي سلامتيا صلاحكار ملاقات كښې ملګرے ؤ۔ د ملاقات په مهال د پاك پوځ سرلښكر د اوسني سيمه ايز بحران په مهال د پاكستان او هند ترمينځه جنګ بندۍ كښې د صدر ډونلډ ټرمپ تعميري او د نتيجې وړ كردار په ادا كولو د پاكستان حكومت او پاكستان اولس لخوا ستائنه وكړه ۔ده د صدر ډونلډ ټرمپ مشري ستائېلو سره ووئېل هغه د نړيوال چېلنجونو او د دې حل لپاره د بصيرت لرونكې پريكړې غېر معمولي صلاحيت لري۔صدر ډونلډ ټرمپ هم د پاكستان سيمه ايز امن استحكام لپاره هڅې وستائېلې او د دواړو هېوادونو ترمينځه د ترهه ګرۍ مخ نيوي په څانګه كښې روانه مرسته يې خوشبينه وګرځوله ۔ دوي د ترهه ګرۍ مخ نيوي په مېدان كښې شريك مرستې ته لا ودې وركولو له د عزم پخلے وكړو۔په ملاقات كښې د تجارت٬اقتصادي پرمختګ٬معدنيات٬مصنوعي ذهانت٬توان٬كرپټو كرنسي او نوې ټېكنالوجيز پشمول بېلو څاڼګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا پراختيا وركولو په امكانات هم تفصيلي سره خبرې وشوي۔د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د پاكستان سره د تل پاتې اسټرټيجك شراكتدارۍ قائمولو له هم خوښي څرګنده كړه كومه چې په شريكه ګټه او همغږۍ اډانه وي۔دغسې دواړو هېوادونو ترمينځه د ايران او اسرائيل په روان تاؤ تريخوالي هم تفصيلي خبرې وشوې او د دې مسئلې په امناك حل زور راوړلے شو ۔صدر ډونلډ ټرمپ د فيلډ مارشل عاصم منير قائدانه صلاحيتونه او په منطقه كښې پيچلې صورتحال په مهال په وخت پريكړې وستائېلې۔په دې موقع فيلډ مارشل عاصم منير صدر ډونلډ ټرمپ ته د پاكستان حكومت لخوا د پاكستان سركاري دورې بلنه وركړه۔دا ملاقات كوم چې په ابتدائي توګه يو ساعت لپاره ؤ ٬ د شريكې خوښې او خلوص په سبب تر 2 ساعته روان ؤ ۔دا امر د دواړو هېادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو او په باور اډانه د قوي شراكتدارۍ عكاس دے۔دا اعلٰی كچ ملاقات د پاكستان او امريكې ترمينځه د تل پاتې اړيكو لا مستحكمولو كښې د يو سنګ ميل حېثيت لري كوم چې د شريك امن٬استحكام او خوشحالۍ اهداف اډانه دے۔