
واشنګټن 19 جون(اے پي پي)د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ د پاك پوځ سر لښكر فيلډ مارشل عاصم منير په درناوي كښې پخپله سركاري استوګنه سپينه ماڼۍ كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړې او وئېلې يې دي د پاك پوځ مشر سره ملاقات زما لپاره لويې درناوے دے۔په ملاقات كښې دواړو لارښودو د اسرائيل ايران بحران پشمول په ګڼ شمېر چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې صدر ډونلډ ټرمپ ووئېل د پاكستان(فيلډ مارشل عاصم منير)ايران په ښه توګه بلكې په ډېره ښه توګه پيژني او هغه په اسرائيل ايران شخړه خوشحاله نه دے۔دا ډول نه چې اسرائيل سره زما اړيكې ښې دي٬په حقيقت كښې هغه دوي پیژني بلكې شايد هغه ايران ډېر زيات د نزدې نه پيژني او هغه صورتحال ويني او (فيلډ مارشل عاصم منير)زما سره متفق دے۔ ده ووئېل زما د هغه دلته د رابللو سبب دا ؤ چې زه په دې خبره د هغه مننه كول غواړم چې هغه هند سره د جنګ څخه ډډه وكړه او جنګ يې ختم كړو۔د امريكې صدر د هند وزيراعظم نريندر مودي ته هم د دې كريډټ وركړو۔ده ووئيل هم دا وجه ده چې فيلډ مارشل عاصم منير سره ملاقات زما لپاره د اعزاز سبب دے۔يادونې وړ ده فيلډ مارشل عاصم منير پاك پوځ وړومبې مشر دے كوم ته چې د امريكې صدر لخوا سپينه ماڼۍ كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړی شوه او امريكې پاكستان سره د خپلو اړيكو ودې له خوښي رامخې ته كړه ۔