
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د دانش سکولونو او پوهنتون په منصوبو كښې د نړيوال معيار تعليمي سهولتونه وركولو٬ د نړيوال معيار ډيجيټل لائيبريري جوړولو او تربيه لرونكې استاذان او افرادي قوت په مېرټ د بهرتي كولو امر وكړو ۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د دانش سکولونو او پوهنتون جوړولو پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه ٬ وزيراعظم د دانش سکولونو او پوهنتون په منصوبو كښې د نړيوال معيار تعليمي سهولتونه وركولو او د نړيوال معيار ډيجيټل لائيبريري جوړولو امر كړے دے۔ ده ووئيل په دې سكولونو كښې دې د عصر د تقاضو له مخې سمارټ بورډز، اي لائبريري او نور جديد سهولتونه وركړې شي٬ وزيراعظم په دې منصوبو كښې سپېځلتيا او د نړيوال معيار سهولتونه باوري كولو لپاره د تھرډ پارټي ويليډيشن امر وكړو۔ وزيراعظم دا امر هم وكړو چې د دانش سکولونو او پوهنتون په منصوبو كښې دې تربيه لرونكې استاذان او افرادي قوت په مېرټ بهرتي كړے شي٬ ده په دې سكولونو كښې په معاشي توګه كمزورو ماشونو ته د داخلو زياتې موقعې وركولو امر هم وكړو۔ وزيراعظم ووئيل په پاکستان كښې په معاشي توګه كمزورې او د محرومو طبقو ماشومانو كښې د هنر او صلاحيتونو په بنياد په نړيواله كچه د خپل ځان منلو لا محدود استعداد موجود دے، په معاشي توګه کمزورو ماشومانو ته د تعليم او ترقۍ يو ډول موقعې وركولو ته وړومبې پاملرنه كوٶ۔ ده ووئيل الحمد لله يو ډول تعليم او د ترقۍ موقعې وركولو سره په ټولنه كښې طبقاتي فرق ختمول او د هېواد په تعمير او ترقۍ كښې په معاشي توګه كمزورې ماشومان خپل كردار لوبولو لپاره شته دانش سکولونه خپل بشپر كردار لوبوي۔ د قام دې ماشومانو ته تعليم وركول د هېواد د روښانه سباٶن ضمانت دے۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول د بلوچستان په سبي، ژوب، موسيٰ خيل، مهتر زئي او ډيره بګټي سيمو كښې به پنځه دانش سکولونه جوړولې شي٫په کراچۍ او چترال كښې دانش سکولونه جوړولو عمل پېل شوے او په اسلام آباد كښې به د دانش سکول جوړونه سږ كال بشپړه شي۔ په ګلګت بلتستان كښې په سلطان آباد، شګر او استور كښې دانش سکولونو په منصوبو د بريفنګ په مهال ووئيل شول په آزاد جمو و کشميركښې په بھمبر او شادره كښې د دانش سکولونو د جوړولو كار روان دے دغسې په باغ كښې به هم د دانش سکول جوړولو كار زر پېل شي، ګرد هېواد كښې په دانش سکولونو كښې په پنجاب كښې د دانش سكولز په طرز په مېرټ بهرتۍ او معقول نتخواه به وركولې شي، د دانش سکولز اتھارټي ايکټ مسوده جوړه ده او ډېرخ زر به حكومت ته منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي۔ چين او ترکيه كښې په روډ شوز كښې پاکستان كښې د دانش يونيورسټۍ په جوړولو كښې يو شمېر نړيوالو سرمايه كارو خوښي څرګنده كړې ده۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، خالد مقبول صديقي، اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه او د اړوند ادارو چارواكو ګډون كولو