
اسلام آباد 18جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د نړيوال معيار تربيې څخه به زمونږ د افرادي قوت بهر هېوادونو كښې غوښتنه زياته شي٬د ټولو تربيتي ادارو دې نړيوال ايكريډي ټيشن وكړے شي۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان ترمخه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ ګښې د نېشنل ووكيشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن(نيوټيك)چارو او پيشه وره تربيې په اړه غونډه وشوه۔وزيراعظم ووئېل په ګرد هېواد كښې وفاقي او صوبائي پيشه وره ادارو كښې وركړې كېدونكې تربيه د نړيوال معيار سره سمه كړۍ دغسې چې ځوانانو ته بهر هېوادونو كښې د روزګار په لټون كښې آسانۍ تر لاسه وي٬ ده ووئېل د نړيوال معيار تربيې څخه به بهر هېوادونو كښې زمونږ د افرادي قوت غوښتنه زياته شي چې ورسره به د زرمبادله پانګې هم زياتې شي۔ده ووئيل د ټولو تربيتي ادارو د نړيوال معيار ايكريډټيشن وكړئ۔په دې مهال وزيراعظم ته د پيشه وره تربيې په اړه په پورته كړے شوو ګامونو بريفنګ وركړے شو۔بريفنګ كښې ووئيل شوب نيوټيك ګرد هېواد كښې د وفاقي او صوبائي تربيتي ادارو ميپنګ كړے٬د نيوټيك د نېشنل ټيكنيكل اينډ ووكېشنل ټريننګ ډيټا منيجمنټ سسټم فعاله شوے۔بريفنګ كښې دا هم ووئيل شول د پبلك سيكټر ټول پيشه وره تربيتي پروګرامونه د نيو ډلې سنګل ريګوليټري فريم ورك ترمخه راوستلے شي او د نصاب معيار هم باوري كولې شي٬د نيوټيك تر سيوري لاندې په 2023-24 كښې د وركي ټريننګ 53 فيصده كسانو ته نوكرۍ ترلاسه شوي دي٬دا ډيټا د تربيې نه 6 مياشتې پس ترلاسه كړی شوې ده دغسې د 2020 نه تر 2024 د نيوټيك ترمخه پيشه وره تربيه ترلاسه كوونكو 25 زره نه زياتو كسانو ته بهر نوكرۍ ترلاسه شوي۔سږ كال 1 لك 46 زره كسانو ته د خذمات٬سېلګرۍ٬آئي ټي٬بينكنګ٬ټيكسټائل او د ودانۍ په څانګو كښې پيشه وره تربيه وركړی شوې۔ د راروان كال لپاره هدف درې نيم لكه دے۔په غونډه كښې د تعليم وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كام وفاقي وزيرې شزا فاطمه او نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔