قومي جونيئر ډله په ايشين جونيئر ګرلز نيټ بال چيمپئن شپ كښې ګډون لپاره د جون په 24مه نيټه كوريا ته ځي

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)قامي جونيئر ډله په ايشين جونيئر ګرلز نيټ بال چيمپئن شپ كښې ګډون لپاره به د جون په 24مه نيټه كوريا ته ځي۔د پاكستان نيټ بال فيډرېشن چيئرمين مدثر آرائيں وئېلي دي ايشين جونيئر نيټ بال چيمپئن شپ به د 24 جون نه تر 4 جولائي كوريا كښې كيږي چې پكښې به د 12 آسيائي هېوادونو مېرمنې ډلې برخه اخلي كومې چې په دوه ډلو وېشلې شوي دي۔پاكستان ګروپ بي كښې تائيوان٬جاپان٬ميزبان كوريا٬مالديپ او سعودي عرب سره ساتلے شوے۔ګروپ اے كښې ملائېشيا٬سنګاپور٬سري لنكا٬هانګ كانګ٬هند او برونائي ډلې شاملې دي۔ده ووئيل قامي نيټ بال ډله به په په شه دول چمتو كولې شي او د دلې لوبغاړې خپل پريكټس كښې بوښتې دي۔