
پېښور۔ 18 جون (اے پي پي )د خېبر پښتنوخوا ګورنر فیصل کریم کنډي سره د پاکستان پیپلز پارټي مرکزی جنرل سیکرټري او د سینیټ پخواني چيئرمېن سید نیئر حسین بخاري د شورو په ورځ ګورنر هاؤس پیښور كښې ملاقات وكړو ۔ په دې موقع د ګوند مرکزي لارښود پخوانے د قامي اسمبلۍ غړے مرتضی ستي ، د پیپلز پارټي صوبائي جنرل سیکرټري شجاع خانزادہ المعروف شازي خان او د هلال احمر خیبر پښتونخوا وائس چیئرمین فرزند علي وزیر هم موجود وو ، ملاقات كښې د ګوند په تنظیمي چارو او د صوبې په سیاسي صورتحال خبرې وشوې،نیئر حسین بخاري په 26 مئی صوبه بچاؤ كمپائن په اړه د کامیابې احتجاجي مظاهرې په كولو ګوند ته پېرزوئنې وړاندې كرې ، ده ګورنر هاؤس كښې د یوتھ انګیجمنټ او ویمن امپاورمنټ په حقله د ګورنر فیصل کریم کنډي کردار وستائيلو۔