
پېښور 18 جون (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره ايمبيسيډر آف رشيئن ايجوکيشن انجنيئر افتخار علي او د کرغستان ټريډ هاوس صدر ډاکټر شاهد حسن پشمول دوه كسيز پلاوي ليدلي دي ٬ ملاقات كښې پاكستان كښې په خاص توګه په خېبرپښتونخوا كښې په اعليٰ تعليم، سائنسي مرسته او د تجارتي روابطو د ودې په اړه تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع ډاکټر شاهد د روسيه او کرغستان په جامعات كښې د پاكستان زده كوٶنكو لپاره په تعليمي موقعو٬ وظائف او تحقيقي پروګرامونو رڼا واچوله۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔