كوئټه 18جون(اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام بلوچستان صوبائي امير سينيټر مولانا عبدالواسع د نورزئي قام مشر او نوموړې قبائېلي شخصيت حاجي فيض الله خان نورزئي په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده ۔د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل حاجي فيضل الله خان نورزئي يو باوقاره ٬مدبر او ملنسار شخصيت ؤ چا چې تل قبائېلي روايات٬سيمه ايزې ګټې او قامي اتحاد ته وده وركړې۔د هغه مرګ څخه نه يوازې نورزئي قبيله بلكې ټول بلوچستان د يو مخلص لارښود څخه محروم شو۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔