سعودي چارواكو د 7 عمره كوونكو كمپنيو اجازت نامې منسوخ كړې

رياض۔18 جون(اے پي پي) د سعودي د حج و عمره وزارت د عمره كوونكو 7 كمپنيو خلاف كاروايئ كولو سره د هغوي اجازت نامې منسوخ كړي او د بېنك ضمانتونه يې د ضبط كولو برېكړه كړې ده۔ د اردو نيوز تر مخه د وزارت وېنا ده چې يادو شوو كمپنيو د پېكج تر مخه عمره زائرين له د ټرانسپورټ اسانيو وركولو كښې بې غوري كړې ده۔ دا ګام د هغه هلو ځلو برخه دے كوم چې د حج و عمره وزارت زائرين ته د وركړے كېدونكو خدمات معيار ښه كولو او د عمره كمپنيو سره په شوو لوظنامو د عمل درآمد څارنه كوي٬ وزارت د يادو شوو كمپنيو خلاف د قانوني كاروائۍ پېل كولو سره د هغوي اجازت نامې منسوخ كړې دي او د هغوي د بېنك ضامنتونه په ضبط كولو يې د عمره زائرين لپاره د متبادل ټرانسپورټ خدمات وركولو له خرڅونه پورا كړې دي۔ وزارت په دې خبره زور راوړے چې هغوي د عمره زائرين ته او حجاج ته د هغوي ټول حقونه وركولو او اعلې معيار او پېشه وره ډول باندې خدمات باوري كولو لپاره عزم لري۔ په دې لړ كښې به د كومې هم زمه وارۍ نه سرغړونه او بې غوري ونه زغملې شي۔وزارت په ټولو عمره كوونكو كمپنيو زور راوړے چې د منظور شوو ضابطو مكمل پابندي وكړي او د خدمات معيار لا ښه كړي۔