ايمسټرډېم ۔18 جون (اے پي پي) د نېدر لېنډ حكومت مور پلار ته سپارښتنه كړې چې د 15 كاله نه كم عمره كوچنيان د نفسياتي او جسماني مسائل نه ساتلو لپاره دوي د ټك ټاك او انسټا ګرام د كارولو نه لرې اوساتي۔ د العربيه تر مخه د نېدر لېنډ د صحت وزارت تېره ورځ يو بيان كښې مور او پلار ته ووئېل هغه كوچنيان كوم چې دغه سوشل پلېټ فارم كاروي هغوي د نفسياتي او جسماني مسائلو سره مخ وي۔لنډه دا چې داسې ماشومان د ډپرېشن او د خوب مسئلو سره هم مخ وي۔ د وزارت وېنا ده مور پلار دې د كوچنيانو د ډيجيټل ډيوائسز د كارولو وخت ته هم ګوري جې هغوي خپل څومره وخت د دغې ډيوائسز سره تېروي۔ د شپې په وخت لېپ ټاپ او فون د كوچنيانو د كوټې نه لرې ساتئ۔ بيان كښې زياته كړې شوه چې د كوچنيانو لپاره دې سكرين ټائم يوازې شل منټه وي او د دغې نه پس دې كوچنيان نزدې 2 ساعته لوبې كوي۔ د صحت او ځوانانو چارو لنډ مهاله نائب وزير ونسنټ كريمنز پالرلمان ته په ليكلې چيټۍ كښې وئېلې دي د دې آېډوائزري سره به د كوچنيانو د ډيجيټل ټېكنالوجۍ نه ساتلو له مرسته تر لاسه شي۔