اسلام آباد 18جون(اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)لارښود مولانا عبدالغفور حېدري د مولانا فضل الرحمان زوي او پخواني ايم اين اے مولانا اسعد محمود باندې د بريد ذمه وارو په ضد كاروائۍ لپاره د سپيكر څخه د رولنګ غوښتنه كړې ده ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په بجټ بحث كښې ده ووئيل د جون په لسمه نيټه د مولانا فضل الرحمان په زوي اسعد محمود بريد شوے چې پكښې اسعد محمود او د هغه ملګري بچ شوي٬دا ډېره افسوس ناكه پېښه ده٬د ذمه دارو په ضد كاروائۍ لپاره دې سپيكر رولنګ وركړي۔ده ووئيل اسعد محمود سره زمونږ رضا كار هم وو٬دواړو اړخو نه مزاحمت شوے ٬مونږ دا پوښتنه كول غواړو چې زمونږ جرم څه دے؟ دې څخه وړاندې په مولانا فضل الرحمان دوه٬ درې ځله بريدونه شوي۔ ده ووئېل زمونږ جرم دا دے چې مونږ د آئين پاكستان او جمهوريت خبره كوو۔قامي اسمبلۍ سپيكر دې په اسعد محمود د بريد په ضد رولنګ وركړي ٬ ده ووئېل زمونږ دا غوښتنه ده چې د ذمه وارو په ضد دې كاروائي په عمل كښې راوستلې شي۔