
اسلام آباد 18جون(اے پی پی)په سينيټ كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ مشرې سينيټر شيري رحمان وئېلي دي هند په وړومبي ځل اوبه د وسلې په توګه د كارولو هڅه كړې٬خو مونږ نړۍ ته ښكاره كړې چې دا رويه په كوم هم ډول د قبلولو وړ نه ده٬پاكستان په نړۍ كښې د موسمياتي بدلون څخه تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے٬ د ماحوليات بجټ كښې اضافه پكار ده٬ د موسمياتي بدلونونو پشان سنګينې مسئلې بايد نظر انداز نه كړې شي۔د شورو په ورځ د سينيټ په غونډه كښې په وفاقي بجټ 26-2025 بحث كښې دې ووئيل ډېرې پخوانې پرمختيائي پروژې د تېرو لسو نه تر پنځلسو كلونو روانې دي د كومو چې ښكاره انجام نه ښكاري ٬پي ايس ډي پي او د قرضونو بوج د بجټ سمت ځپلے دے۔دې ووئيل په هېواد كښې تراوسه 26 ملين ماشومان د سكولونو نه بهر دي كومه چې زمونږ د تعليمي پالېسو نه يوه پوښتنه ده ۔دې ووئيل پاكستان په نړۍ كښې د موسمياتي بدلونونو څخه تر ټولو زيات ځپلېے هېواد ګرځولے شوے ٬د دې باوجود د ماحوليات بجټ 7.2 ارب روپو څخه 3.1 ارب روپۍ كړے شوے ۔سينيټر شيري رحمان ووئيل دې بجټ سره به مونږ د موسمياتي چېلنجونو څنګه مقابله كوو؟۔دې ووئيل په سولر پينلز 18 فيصد ټيكس ختم يا د كمولو تجويز خوشبينه دے او مونږ له به اليكټرك ګاډو ته وده وركول وي۔دې ووئيل هند سندھ طاس لوظ نامه معطل كولې نه شي۔بلاول بهټو زرداري خپلو اوسنيو بهر دورو كښې شپه ورځ كار كړے او په سندھ طاس لوظ نامه يې بشپړ دريځ وړاندې كړے۔دې ووئيل هند په وړومبي ځل اوبه د وسلې په توګه د كارولو هڅه كړې٬خو مونږ نړۍ ته ښكاره كړې چې دا رويه په كوم هم ډول د قبلولو وړ نه ده۔