
تهران۔18 جون(اے پي پي) د ايران پاسداران انقلاب د شورو په ورځ په اسرائيل بريد كولو لپاره په وړومبي ځل د هائپر سونك ميزائل فتح ون كارولو ادعا كړې ده۔ د اے ايف پي تر مخه د ايران په سركاري ټېلې ويژن پريس ټي وي نشر شوي يو بيان كښې د پاسداران يو كمانډر ووئېل د اسرائيل خلاف روان آپرېشن وعده صادق سوم په يولسمه چپه كښې فتح 1 ميزائل كارولې شوي۔ هغه ادعا وكړه د ايران ځواكونو د شخړيزو فلسطين سيمو په فضاكانو بشپړ قابو تر لاسه كړے دے۔ د بي بي سي تر مخه د دې بريد نه پس په اسرائيل كښې د سائرن غږونه واورسدلے شول۔ د اسرائيل پوځ په خبرداري جاري كولو كښې ووئېل د هېواد په فضائي حدود كښې د دراندازۍ په سبب په شمالي اسرائيل كښې سائرن وغږولے شول۔ د پرېس ټي وي تر مخه پاسداران انقلاب د آپرېشن تازه مرحله ټرننګ پوائنټ ګرځولو سره ووئېل الفتح ميزائل توغول د اسرائيل دفاعي نظام لپاره د اختتام آغاز دے۔ د دې ميزائل توغولو څخه وړاندې پاسداران د تل ابيب استوګنو ته د وتلو خبردارے وركړے ؤ۔د اسرائيل پوځ د ميزائل بريد خبرداري وركولو سره د هېواد فضائي حدود ته د تلونكو ميزائلو د مخې نيولو هڅه وكړه او د دغې نه پس وګړو ته خوندي ځايونو ته د تللو ووئېل شول۔ د راپور تر مخه اسرائيل پخپلو تازو بريدونو كشې د ايران پايه تخت سره نزدې د خوجير ميزائل جوړونكې تنصيبات په نخښه كوي۔دا تنصيبات د ايران بېلسټك ميزائل په اړه د بنيادي ډهانچې لپاره مهم ګڼړلې شي۔ اسرائيل په تېر كال اكتوبر كښې هم دغه په نخښه كړې وو۔ د تهران سره نزدې حكيميه سيمه كښې د زورورو چاودنو غږونه تر غوږو شوي د كومو د اګاهۍ تصديق چې د ايران نېشنل سپريم سېكيورټي كونسل هم كړے دے۔ واضحه دې وي هائپر سونګ نه مراد هغه وسلې دي د كومو رفتار چې د غږ د رفتار نه هم د 5 نه تر 25 چنده زيات دے۔ ايران په وړومبي ځل فتح ميزائل په بېلسټك او كروز دواړو زمرو كښې د هائپر سونك ميزائل په توګه معارفي كړے ؤ ۔ د دې نه وړاندې په اكتوبر 2024 كښې هم ايران د اسرائيل پلو په درځنونو الفتح 1 توغولي وو۔ الفتح په وړومبي ځل په 2023 كښې رامخې ته كړے شوے ؤ۔ د الفتح ميزائل رينج 1400 كلوميټره دے او آئي جي سي ادعا كړې چې هغه د ميزائل تباه كوونكو ټولو نظامونو ته په دهوكه وركولو د هغو د تباه كولو صلاحيت لري۔ الفتح د ټهوس ايندهن ميزائلو يو نسل دے د كوم رفتار چې د هدف په نخښه كولو نه د 13 نه تر 15 ميك دے۔ د ميك 15 مطلب 5 كلوميټره مزل په يو سېكنډ كښې كول دي۔ د پاسداران انقلاب د ايرو سپېس يو كمانمډر امير علي حاجي زاده د الفتح د مخ كتنې په دستوره كښې وئېلې وو دا ميزائل تېز رفتاره دے او د فضاﺀ دننه او بهر تللے شي۔ دا هم وئېلې شوي وو چې دا په 400 سېكنډ كښې د اسرائيل ښار تل ابيب ته تللے شي۔ هغه دا وئېلې وو جې دا په كوم ميزائل تباه كېدے هم نشي۔د الفتح 1 د مخ كتنې نه څلور مياشتې پس پاسداران انقلاب د الفتح 2 مخ كتنه كړې وه چې تر 1500 كلو ميټره ويشتونكې كروز ميزائل يو نسل دے۔
۔