
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ايئر هيډکوارټرز دوره كولو سره د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو سره ملاقات كړې۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دورې په مهال د پاکستان فضائي پولو په دفاع د پاك فضائيه په شانداره کاميابۍ او د هند په جارحيت په پرېكنده غبرګون د پاك فضائيه ځوانانو او افسرانو ډاډګيرنه وكړه۔ د صدر مملکت په راتګ د پاك فضائيه يوې چټك ډلې دوي ته ګارډ آف انر وړاندې كړو۔ د ملاقات په مهال ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو صدر مملکت ته د پاك فضائيه په آپريشنل حکمت عملۍ، فورس سټرکچر، هدفونو او د سباون د جنګونو په تناظر كښې په جاري منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړو۔