د پاکستان سکواش ډله به دوه بیک ټو بیک سکواش چیمپئن شپس كښې ګډون كوي

اسلام آباد۔17جون (اے پي پي) د پاکستان سکواش ډلې بشمول ورلډ انډر 23 چیمپئن نور زمان اور نامتو لوبغاړے ناصر اقبال به ملائیشیا كښې په دوه بیک ټو بیک سکواش چیمپئن شپ كښې ګډون كوي ۔ تفصیلات تر مخه د پاکستان سکواش ډله 23 م ایشین انفرادي چیمپئن شپ كوم چې د 18 نه تر 22 جون كېږي او دويم ایشین سکواش ډبلز چیمپئن شپ د 23 نه تر 27 جون لپاره ګډون له ملائیشیا ته تللې ده ۔د ډلې منیجر ایئر کموډور (ر) عامر نواز په قیادت كښې ډله كښې ایئر کموډور (ر) عامر نواز منیجر، فهیم ګل هیډ کوچ، لوبغاړي نور زمان او ناصر اقبال شامل دي ۔ پاکستان سکواش فیډریشن (پی ایس ایف) ایونټس كښې د ښې کارکردګۍ لپاره ډلې له د نیکو هيلو څرګندونه كړې ده