
اسلام آباد۔17جون (اے پي پي ) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنیف عباسي سره د فرزندان قائد ملت جعفریه پلاوي ملاقات كړے ۔ د پلاوي مشري د آغا سید حامد علي شاہ موسوي النجفي رحمه اللہ جانشین آغا سید محمد مرتضیٰ موسوي ایډوکیټ كوله ٬ دغسې په ملاقات كوونكو كښې ممتاز علمائے کرام او مذهبي شخصیات شامل وو ۔ملاقات كښې مولانا تصور حسین نقوي (چیئرمین آئمه مساجد)، مولانا مطلوب تقي (چیئرمین وحدت علمائے پاکستان)، حفاظت علي اقرار زیدي (بانی امام بارګاہ) او نور علمائے کرام او بانیان مجالس شامل وو ۔ پلاوي د محرم الحرام 1447ھ په موقع عزادارو، امام بارګاهو او د ریلوے سفر کوونكو زائرین ته په پیښو مسائلو په خاص توګه سکیورټي، په وخت د ټرین په شیډول، د خاص ټرینونو په بندوبست، سټیشنز باندې د صفائۍ او ابو وركولو غوندې انتظامي چارو نه وفاقي وزیر خبر كړو