
کوئټه۔ 17 جون (اے پي پي ) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د بلوچستان کابینې مهمه غونډه په چیف منسټر سیکرټریټ كښې وشوه۔ چې پكښې د مالي كال 2025-26 د بجټ منظوري وركړې شوه۔ د کابینې غړو په متفقه توګه د راروان مالي كال بجټ د صوبې د اولس ضروریات، ترقیاتي اهداف او اصلاحاتي اقدامات سره سم وګرځولو ۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د کابینې غونډې ته ووئېل صوبائي حکومت د محدود وسائلو باوجود د اولس ښیګړې ، ترقیاتي ترجیحات او د ادارہ جاتي اصلاحات تر مخه يو كوټلے او متوازن بجټ جوړ كړے دے ۔ د غونډې په مهال بریفنګ كښې د مالی كال 2025-26 د بجټ ټول حجم 1028 ارب روپۍ اېښودلے شوے دے ۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ووئېل د تېر مالي كال په مهال د ترقیاتي بجټ 98 فیصد اجرا يوه لويه کامیابي ده او كومه چې د ټولو وزارتونو ، بیوروکریسي او د خزانې وزير د ډلې د ډېر محنت نتیجه ده۔ده ووئېل اسکل ډویلپمنټ ته د بلوچستان حکومت اول پام لرنه كوي۔ د دغې منصوبې تر مخه به د 2300 ځوانانو بل بیچ دېر زر تربیتي پراؤ لپاره ولېږلے شي ۔ وزیراعلیٰ ووئېل د زرعي ټیوب ویلو د سولرائزیشن غټه منصوبه په سپېځلتيا روانه ده، د كومې لپاره چې د وفاقی حکومت نه آخري قسط زر متوقع دے ٬ د 60 اربه روپو میګا پراجیکټس كښې د اسټیټ بینک د لارې روپۍ نېغ په نيغه زمیندارو ته منتقل كېږي۔ ده ووئېل د تعلیم څانګه يو لويي چیلنج ؤ ، خو د بلوچستان حکومت د ایس بي مسئلې حل کولو سره 3200 بند پراته سکولونه بيا فعاله كړې دي، دغسې د صحت په څانګه كښې هم يو انقلابي ګام اغستے شوے د كوم تر مخه چې د روانې مياشتې تر اخر به 150 بیسک هیلتھ یونټس د ټیلي میډیسن نظام سره وتړلے شي