
پېښور۔ 17 جون (اے پي پي)ګورنر خیبر پښتونخوا فیصل کریم کنډي سره پاکستان كښې د آسټریلیا هائي کمشنر نیل هاکنز د نهې په ورځ ګورنر هاوس پیښور كښې ملاقات وكړو۔ملاقات كښې صوبه كښې د امن وامان په وضعه ، معاشي او د ضم شوو ضلعو په صورتحال،صوبې ته د ماحولیاتي بدلون په ورمخې ته چیلنجز او د لوبو ودې په خاص توګه د مېرمنو لوبغاړو د ډاډ ګېرنې په چارو خبرې وشوې ۔ دغسې ملاقات كښې د تعلیم، تجارت، كر كېلې او سیلګرۍ څانګو كښې په دوه اړخيزه مرستې زياتولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه