
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام ليدلي دي٬ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د اړوند وزارت په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د پبلك افيئرز نوټس وفاقي وزير رانا مبشر اقبال او د وزيراعظم خاص مرستيال طلحه برکي هم موجود وٶ