صدر مملکت آصف علي زرداري سره وزيراعظم شهباز شريف وليدل٬ د هېواد په موجوده سياسي او معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري سره وزيراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال د هېواد په موجوده سياسي او معاشي وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال نائب وزيراعظم اسحاق ډار، وفاقي وزيران احسن اقبال، سينيټر اعظم نذير تارړ او سينيټر سليم مانډوي والا هم موجود وٶ۔ وزيراعظم صدر مملکت د يو اے اي د خپلې اوسنۍ سركاري دورې او د وفاقي بجټ په اړه خبر كړو۔ په دې موقع صدر مملکت ووئيل په وفاقي بجټ كښې د عامو وګړو او په خاص توګه د خواري كښو او كم امدن لرونكو طبقو خېرښګرې ته دې بام لرنه وركړې شي۔ ده ووئيل په بجټ كښې تنخواه دار، پينشنرز، مزدور او د پسمانده طبقو د مسئلو حل لپاره موثره اقدامات ته اړتيا ده۔ صدر مملکت ووئيل د روزګار موقعې راپېدا كول، غريبو او د کمزورو طبقو معاونت لپاره د سماجي تحفظ سکيمونو ته ودې وركولو ته اړتيا ده