
تل ابیب۔17جون (اے پي پي) چین د امنيت خراب صورتحال د لاسه خپلو وګړو ته د اسرائیل نه د وتلو سپارښتنه كړې ده ۔ د برطانيې خبر رسنې ادارې رائټرز تر مخه دا سپارښتنه په اسرائیل كښې د چین سفارت د نهې په ورځ په وي چیټ د خپلو وګرو لپاره په جاري نوټس كښې وكړه ۔ سفارت د چین په وګړو زور راوړو چې زر هېواد ته ستانه شي یا د زمكيزو سرحدي لارو څخه اسرائیل پرېږدي ځكه چې د سکیورټي صورتحال خراب شوے دے او د اسرائیل فضائي حدود بند دے