د ایران نه د خپلو وګړو ويستلو لپاره چمتوالے نيسو، آسټریلیا

کینبرا۔17جون (اے پي پي) آسټریلیا وئېلې دي مونږ د خپلو وګړو د ایران څخه ويستلو لپاره چمتوالے نيسو۔ د شنهوا تر مخه د دفاعي صنعت وزیر پیټ کونروئے د نهې په ورځ د آسټریلین براډکاسټنګ کارپوریشن (اے بي سي) ته ووئېل حکومت په ایران كښې د مېشته خپلو وګرو ويستلو لپاره منصوبه جوړوي كوم چې د مشرق وسطیٰ شخرې د لاسه د هغه ځائے نه وتل غواړي۔ ده ووئېل ایئر زونز دا وخت بند دے ، مونږ د آسټریليا وګړو ويستلو یا د دغې زونز بيا پرانستلو او دوي د کمرشل پروازونو د لارې مرستې ورسولو لپاره منصوبه جوړوو