
اسلام آباد 27 دسمبر(اے پي پي) ايئر چيف مارشل سهيل امان وئيلي دي چې هغه ورځ لرې نه چې پاكستان به د نړۍ په كاميابو هېوادونو كښې شامل شي٬ په لنډه موده كښې د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كاميابې نړۍ منلې دي٬ پاك فضائيه تل تعليم ته اهميت وركړې٬ايئر پوهنتون نوې كچې ته رسولې شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د فضائيه ميډيكل كالج پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد٬ د ايئر پوهنتون وائس چانلسر فېض مير٬ د فضائيه ميډيكل كالج پرنسپل مېجر جنرال سلمان علي٬ د پاكستان مېډيكل اېنډ ډېنټل كونسل چيئرمېن او د نورو كالجونو او پوهنتونونو مشران هم موجود وو۔ دستورې ته د وېنا كولو په مهال ايئر چيف مارشل ووئل چې په دې كښې هېڅ شك نشته چې زمونږ قوم د نړۍ غوره قوم جوړ شي۔ ده زده كوونكو ته ووئيل چې هغه دې په هېواد كښې بدلون او سباؤن لپاره سخته خواري كولو سره خپلو خوبونو ته تغبير وركړي۔ ده ووئيل چې كاميابي يوازې د اتحاد٬ ثابت قدمې او مضبوط عزم د لارې ممكنه ده۔ ده ووئيل چې د ترهګرۍ د لعنت خاتمه هغه مهال وشوه كله چې قوم د اتحاد او عزم څرګندونه وكړه او نړۍ هم په لنډه موده كښې د ترهګرۍ په ضد زمونږ كاميابې ومنلې۔ ده زده كوونكو ته ووئيل چې طب يوازې يوه وظيفه نه ده بلكې د انسانيت د عزم ضرورت دے او دا چېلنج قبولو سره مخ په وړاندې لاړ شئ۔ ده ووئيل چې درس او تدريس او طب ډېره پاكه وظيفه ده۔ ده فېكلټي سټاف او وائس چانسلر ته په لنډه موده كښې په كالج جوړولو مباركي وركړه او وې وئيل چې خوبونه هغه وي كومو لپاره چې سړې ويښ پاتې شي۔ دستورې ته د ايئر پوهنتون وائس چانسلر او د فضائيه ميډيكل كالج پرنسپل هم وېنا وكړه۔