
بیجنګ ۔17جون (اے پي پي) د چین يونان ولايت په لِنلي کاؤنټي كښې د آتش بازۍ سامان جوړونكې فیکټرۍ كښې چاودنې څخه 9 كسان مړه او 26 ووبل شول ۔ د شنهوا تر مخه د پیښې د ځائے د ریسکیو هیډ کوارټر تصدیق کولو كشې ووئېل دا چاودنه تېر سهار د لِنلی کاؤنټي كښې د آتش بازۍ سامان جوړونكې فیکټرۍ كښې وشوه چې پكښې 9 كسان مړه او 26 ووبل شول۔ د چاودنې نه وروستو سرچ اینډ ریسکیو آپریشن روان دے او د پیښې سبب معلومولو لپاره يوه پلټيزه ډله جوړه كړې شوې ده