د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار او د يو اے اي د نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ عبدالله بن زيد النهيان ترمېنځه ټېلي فوني تماس

اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار او د يو اے اي نائب وزيراعظم او خارجه وزير شيخ عبدالله بن زيد النهيان ترمېنځه د ټېلي فوني تماس د لارې خبرې اترې شوي دي۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو د اسلامي جمهوريه ايران په ضد د اسرائيلي ځواكونو د بريدونو په نتيجه كښې په رامخې ته شوي سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه٬ دوي په زيات شوي تاٶ تريخوالي د اندېښنې څرګندونې سره سيمه ايز امن او استحكام باوري كولو لپاره د هلو ځلو د ملاتړ كولو په ضرورت زور راوړو